په ننګرهار کې د ۸۰ تنو بوکسرانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست او بوکس فدراسيون په همغږۍ د( ننګرهار، کابل، کونړ، لغمان او نورستان) ولايتونو د ۸۰ بوکسرانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ د پنځمې ناحیې اړوند په جمنازیوم کې ترسره شوې، چې په پايله کې ننګرهار ولایت د ۲۰ لوبغاړو په لومړي مقام ګټلو سره لومړی، کابل د ۱۵ لوبغاړو په بریا سره دويم مقام او کونړ د ۱۰ لوبغاړو په بریا سره درېیم مقام تر لاسه کړ.