په هرات کې د اس ځغلونې اووم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۱۰:۲۳
په هرات کې د اس ځغلونې اووم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د‌ اس ځغلونې ملي فدراسيون له‌ لوري د‌ هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او کوربتوب د ۱۱ ولايتونو(هرات، کندهار، لوګر، کابل، پکتيا، پکتيکا، لغمان، ننګرهار، ميدان وردګ، بادغيس او غزني د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د اس ځغلونې اووم پړاو ملي سيالۍ پای ته ورسېدې.

د هيواد د ورزش ادارې د المپيکي چارو رييس داد محمد پاينده اختري د یادو سیالیو د پای په مراسمو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د هرات ولايت له استازو يې د مېلمه پالنې او غوره کوربتوب اړوند مننه وکړه. نوموړي د يادو سياليو په پای ته رسېدو خوښي څرګنده کړه زياته يې کړه: دغه سيالۍ چې يوه اوونۍ وړاندې پيل شوې وې، زموږ د ارزونې او څارونکي ټیم له لوري په برياليتوب او عالي شفافيت سره پای ته ورسېدې. ده‌ همدا راز زياته کړه، چې په راتلونکې کې هوډ لري د هيواد په يو بل ولايت کې ورته ورزشي برنامه ترسره کړي.

دغه سيالۍ د هرات ولايت په کوربتوب په دوو سبکونو (يورغه او سرعتي) کې چې يورغه په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره او سرعتي په ۸۰۰ او ۱۰۰۰ متره واټن کې ترسره او نن پای ته ورسېدې.

د يادونې وړ ده چې يادې سيالۍ يوه اوونۍ وړاندې د هرات ولايت انجيل ولسوالۍ په پل پشتو سيمه کې پيل شوې وې، چې پرون جمعه په لومړي، دويم او درېيم مقام لوبې ترسره شوې، چې په پايله کې د سرعتي ۸۰۰ واټن کې ننګرهار لومړی او هرات دويم او درېيم مقام خپل کړ، همدارنګه د سرعتي په ۱۰۰۰ متره واټن کې پکتيا لومړی، پکتيکا دويم او غزني درېيم مقام ترلاسه کړ.

د يورغه سبک په ۸۰۰ متره واټن کې د هرات ولايت اس ځغلونکو لومړی، دويم او درېيم مقام خپل کړ او همدرانګه د يورغه سبک په ۱۲۰۰ مترۍ کې بيا هم هرات لومړی، دويم او درېيم مقام ترلاسه کړ.

د‌ يادونې وړ ده چې د دغو سياليو په‌ پايله کې د ۱۱ ولايتونو ۱۲ لوبډلو څخه چې ټول ټال ۱۵۰ اس ځغلونکي او ۱۵۰ اسونه کېږي، په دواړو سبکونو کې ۲۰ اسونه‌ او ۲۰ اس ځغلونکي د هيواد په کچه د ملي لوبډلې لپاره وټاکل شول.

هېره دې نه وي چې د دغو سياليو په پای کې د لومړي مقام ګټونکو ته يوه عراده موټرسايکل، د دويم مقام ګټونکو ته ۱۵۰۰۰ افغانۍ او د درېيم مقام ګټونکو ته ۵۰۰۰ افغانۍ او نورو غوره ورزشکارانو ته قالينې، کپونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

دغه راز د یادو سیالیو د پای په مراسمو کې د ورزش ادارې د المپیکي چارو د رئیس دادمحمد اختري او هرات د ورزشي رئیس محمدفایق فاضل په ګډون له کابل څخه تللي هئیت، ورزشکارانو او ګڼ شمېر د ورزش مینوالو ګډون کړی وو.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۲۱:۱۸
Background image

میدان وردګ؛ د ا.ا.ا پنځمي کالیزي په وياړ د اتو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ وشوې

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ووشو ملي فدراسیون له لوري د ا.ا.ا پنځمي کالیزي په وياړ د اتو ولايتونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ وشوې.

په دغو سیالیو کې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۲۱:۱۵
Background image

پکتیا کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليگ سيالۍ پيل شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار ورزشي سټډیوم کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليگ سيالۍ پيل شوې.

. . .
جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۲۱:۱۳
Background image

خوست؛ په مرکز متون کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ او د خوست ولايت د محبس د مسؤولینو په همغږۍ د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې. . .

BACK TO NEWS