په هلمند کې د فوټسال رمضان جام سيالۍ پيل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۸ - ۸:۳۲
په هلمند کې د فوټسال رمضان جام سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د فوټسال د ۳۲لوبډلو ترمنځ د رمضان جام سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو د پيل سيالي د برومند او الماس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې برومند لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۴-۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې ترلاسه کړه.

همداراز د نن ورځې دويمې سيالۍ ته د قيس غني او احمدي لوبډلې ميدان ته ښکته شوې، چې په ټاکلي وخت کې قيس غني لوبډلې خپله سياله لوبډله د ۸_۲ ګولونو په توپير له مخې لرې کړه او بريا يې خپله کړه.

دغه سيالۍ چې قيس غني سپانسر کړې، په ناک اوټ حذفي شکل ترسره کېږي او د روژې مبارکې مياشتې تر وروستيو ورځو پورې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۱
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو او ځوانانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۱۹
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۴ ورځې به دوام وکړي.

د یادوسیالیو لومړۍ لوبه کې یاران. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۱۸
Background image

سرپل کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند محمد عمر حوض په سیمه کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ینګ سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د. . .

BACK TO NEWS