په پکتيا کې ۷۰۰ تنو ته د فکري روزنې اصلاحي سیمینار ترسره شو
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د پکتيا ولایت د بېلابېلو فدراسیونونو ۷۰۰ ورزشکارانو او مسوولينو ته د فکري روزنې دوه ورځنی اصلاحي سیمینار پای ته ورسېد.
ياد سیمینار د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د دعوت او ارشاد مدرس مولوي محمد ابراهيم سعادت له لوري وړاندې شو، چی په کې د دیني ارزښتونو، اسلامي اخلاقو، سالم فکر، ورزشي انضباط او د ورزشکار د فردي او ټولنیز مسؤولیت په اړه ګټور مطالب وړاندې شول.
د یادونې وړ ده، چې په ياد سمينار کې د پکتيا ولايت د ورزشي مسوولینو سربېره د بېلابېلو فدراسینونو ورزشکارانو ګډون کړی و، چې په پای کې ټولو ګډونوالو ته تصدیق پاڼې هم ورکړل شوې.
