پکتيکا؛ رحمان گل ځدراڼ لوبډلې د رمضان جام په نوم د واليبال سياليو اتلولي وگټله

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۷:۲۷
پکتيکا؛ رحمان گل ځدراڼ لوبډلې د رمضان جام په نوم د واليبال سياليو اتلولي وگټله

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د اورگون ولسوالۍ په سادات مانده ورزشي لوبغالي کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د واليبال سيالۍ د رحمان گل ځدراڼ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د رحمان گل ځدراڼ او واحد اورگوني لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې رحمان گل ځدراڼ لوبډلې سيالې لوبډلې ته ۲/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او ترمنځ يې سالمه تفريح ياده شوې وه، چې دوې اوونۍ يې دوام وکړ او په پای کې غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۱۱
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۹
Background image

تخار؛ درقد ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په درقد ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۶
Background image

تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په مرکز تالقان ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS