پکتيکا؛ سروضه ولسوالۍ کې د نيزه وهنې سيالۍ وشوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۴۹
پکتيکا؛ سروضه ولسوالۍ کې د نيزه وهنې سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سیمه ییزو لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د سروضه ولسوالۍ په سلطانو کلي کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په پايله کې اتفاق کلب لوبډلې د ۲۸ امتيازونو په خپلولو سره لومړی، يوسف خېلو لوبډلې د ۲۶ امتيازونو سره دويم او سروضه ولسوالۍ لوبډلې د ۲۴ امتيازونو په ترلاسه کولو سره درېيم مقام خپل کړ.

دا سيالۍ د يادې ولسوالۍ وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې په پای کې اتلې لوبډلې ته يو سېرلی، دويم او درېيم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۲:۳۱
Background image

کونړ؛ ناړۍ ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۲:۲۹
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۲:۲۲
Background image

زابل؛ ارغنداب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د نېک نام لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS