پکتيکا؛ په‌ يحی خېلو ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۷ - ۱۲:۳۲
پکتيکا؛ په‌ يحی خېلو ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري په یحی خېلو ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې ۱۱ ورځې وړاندې پيل شوې وې، د برات خېلو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د برات خېلو او یحی خېلو لوبډلو ترمنځ وشوه، لومړی توپوهنه برات خېلو لوبډلې وکړه او په ټاکلو شپږو اورونو کې يې د درېوو لوبغاړو په زيان خپلې سيالې لوبډلې ته ۱۳۹ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې یحی خېلو لوبډلې د ټولو لوبغاړو په زيان ۹۴ منډې وکړې او په ۴۵ منډو يې ماتې وخوړه.

هېره دې نه وي چې د دغو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ د يووالي فضا برابرول او ورزش ته د ځوانانو هڅول ياد شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۵:۲
Background image

دایکندي؛ مرکز نیلي ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز نیلي ښار کې د یاد ولایت د پوهنتون محصلینو او اداري کار کوونکو د ۱۰ لوبډلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۵:۰
Background image

غزني کې د نابینایانو فدراسیون استازولي پرانیستل شوه

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همغږۍ او مرسته په یاد ولایت کې د فوټبال ۱۲ کسیزې لوبډلې په جوړېدو سره د نابینایانو فدراسیون استازولي پرانیستل شوه.

په دغو مراسمو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۴:۴۴
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د یاران لوبډلې په اتلولي پای ته. . .

BACK TO NEWS