پکتيکا؛ په مرکز ښرنه کې د متحد افغانستان په نوم د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي د ملاخېل لوبډلې خپله کړه
د پکتيکا ولايت مرکز ښرنې اړوند په محمدخېلو سيمه کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اووه اوریزو سياليو اتلولي ملاخېل لوبډلې وګټله.
د دغو سياليو پايلوبې ته ملاخېل او ګارو لوبډلو لار موندلې، چې په پايله کې ګارو لوبډلې خپلې سيالې ملاخېل لوبډلې ته اووو اورونو کې ۹۶ منډې هدف کېښود، بل پلو ملاخېل لوبډلې ياد هدف په وروستي اور کې پوره کړ او بريا يې خپله کړه.
دغه سيالۍ چې موخه يې ټېپ بال کرکټ سياليو ته وده ورکول او د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح چمتو کول وو دوې ورځې يې دوام وکړ.
په پای کې غوره لوبغاړو او لوبډلو ته کپونه، ستاينليکونه او يو شمېر چمنو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
