پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د خاندار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې خاندار لوبډلې د ۳ پر صفر ګولونو په توپير خپلې سیالې ستاره های قلندري لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې، چې ۲۴ ورځې یې دوام وکړ.
