پکتیکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ارگون ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال گروپي سيالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې کاروان لوبډلې خپلې سيالې ستاره های قلندري لوبډلې ته د ۰/۱ گول په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.
د يادو سياليو موخه په ارگون ولسوالۍ کې د غوره لوبغاړو موندل او د فوټبال ورزش ته وده ورکول دي، چې شاوخوا ۴۰ ورځې به دوام وکړي.