پکتیکا؛ د مرکز ښرنې اړوند عمبرخېلو کلي کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او عمبرخېلو کلي ځوانانو له لوري د ملي یووالي په نوم د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د یاران او محمدخېلو لوبدلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یاران لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲-۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.
هېره دې نه وي چې د دغو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ د یووالي رامنځ ته کول دي.
