پکتیکا؛ په مرکز ښرنه کې د ولس تمریناتي کمپ له لوري د سکېټ نندارې ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او ولس تمریناتي کمپ له لوري د لومړي ځل لپاره ۲۵ ورزشکارانو د سکېټ نندارې ترسره کړې.
د دغو ورزشي نندارو په مراسمو کې د یاد ولایت ورزشي مسولینو او ورزشکارانو ګډون کړی و او موخه یې یادې څانګې ته د خلکو د پام را اړول او جذب کول وو.
هېره دې نه وي، چې د دغو نندارو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.