کابل کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو هوشارافو سبک څلورم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې

د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د رزمي لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار له کلبونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو هوشارافو سبک څلورم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.
دغه سیالۍ د ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې له هرې کټګورۍ ۱۵ ورزشکاران، چې ټول ۳۰ ورزشکاران کېږي د کابل ښار د رزمي لوبو هوشارافو سبک منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د یادو سیالیو موخه د کابل ښار د رزمي لوبو هوشارافو سبک منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکل و؛ د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.