کابل کې د ۲۵۵ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو دوستانه سيالۍ پيل شوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۹:۲۰
کابل کې د ۲۵۵ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو دوستانه سيالۍ پيل شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د ووشو ملي فدراسيون له لوري د ياد فدراسيون په ورزشي جمنازيوم کې د کابل ولايت له ۶۰ کلبونو څخه د ۲۵۵ ورزشکارانو ترمنځ د ا.ا.ا د بيا واکمنېدو د پنځمې کاليزې د نمانځنې په موخه د ووشو دوستانه سيالۍ پيل شوې.

دغه سيالۍ به د تنکيو ځوانانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او د لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو او د ۱۴ کيلو ګرام څخه تر ۱۲۰ کيلو ګرام پورې په بېلابېلو وزني کټګوريو کې ترسره شي، چې په پايله کې به ګټونکو ورزشکارانو ته د اتلولۍ حکمونه ورکړل شي.

د يادو سياليو موخه د ا.ا.ا د بيا واکمنېدو د پنځمې کاليزې نمانځل او د ووشو راتلونکو سياليو ته د ورزشکارانو لا ښه چمتوالی دی، چې دوې ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۹:۹
Background image

د افغانستان‌ اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان‌ اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۹:۷
Background image

کابل؛ حافظ انس ح.ق.ا.ني له واليبال ليګ څخه ليدنه وکړه

حافظ انس ح.ق.ان.ي، د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق او د رهبرۍ غړو د افغانستان واليبال غوره ليګ پنځم پړاو څخه له نږدې ليدنه وکړه، چې له تېرو څو ورځو څخه د لس لوبډلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۹:۵
Background image

کابل؛ د ورزش ادارې رهبري له هرات څخه کابل ته په بايسکل راغلی، ميوند فضلي وستايه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق له لوري د ټولنيزو رسنيو فعال او د بايسکل ځغلونې ورزش مينوال ميوند فضلي، چې له هرات ولايت څخه کابل ته په بايسکل یې شاوخوا. . .

BACK TO NEWS