کاپیسا کې د ١٧ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز محمود راقي ښار کې د ١٧ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د رستم یارانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د سرچینو اتلان او رستم یارانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه سرچينو اتلانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې د دوو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١١٦ منډو هدف وټاکه. رستم یارانو لوبډلې ټاکلی هدف پرته له کوم زیان، د لوبې په پنځم اور کې ترلاسه کړ او د لسو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ٢٠ ورځې یې دوام وکړ.