کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره ليګ سيالۍ پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۰ - ۸:۴۱
کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره ليګ سيالۍ پيل شوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست او فوټبال فدراسيون په همغږۍ د امام صاحب ولسوالۍ د ورزشي کمېټې له لوري په دغه ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره ليګ سيالۍ پيل شوې.

دغه سيالۍ چې دوې اوونۍ به دوام وکړي، د پيل په لوبه کې ثنايي لوبډلې خپلې سيالې شيران خراسان لوبډلې ته د ۲_۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.

د دغې سياليو د پيل په مراسمو کې د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رييس قاري عزت الله سنان، ورزشي او غير وزشي مسوولينو، ورزشکارانو، ځوانان، مخورو، ځايي رسنيو او د ورزش مينوالو ګډون کړی و‌.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۵
Background image

زابل، شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې پاک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۲
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عزیزي اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۴:۳۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال B گروپ سيالۍ چې دوې مياشتې مخکې پيل. . .

BACK TO NEWS