کندز؛ چهاردرې ولسوالۍ کې د ۷۵ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چهار درې ولسوالۍ کې د ۷۵ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د سیمې د خلکو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې ۳۵ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.