کندوز؛ په قلعه ذال ولسوالۍ کې د ۷۵ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۲۲:۳۸
کندوز؛ په قلعه ذال ولسوالۍ کې د ۷۵ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د کندوز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه ذال ولسوالۍ کې د ۷۵ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې.

د دغو سياليو په پايله کې د ميدان د حکم له لوري دوه اخراولاقه اعلان شول، چې لومړی اخراولاق عبدالله پهلوان او دويم اخراولاق عبدالحکیم اندرابي پهلوان تر حلال دايرې ورسول او دسياليو ګټونکي شول.

د يادو سياليو موخه راتلونکو لوبو ته د چاپندازانو لاښه چمتووالی او د يادې ولسوالۍ وګړو ته د تفريح برابرول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۲۱:۱۸
Background image

میدان وردګ؛ د ا.ا.ا پنځمي کالیزي په وياړ د اتو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ وشوې

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ووشو ملي فدراسیون له لوري د ا.ا.ا پنځمي کالیزي په وياړ د اتو ولايتونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ وشوې.

په دغو سیالیو کې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۲۱:۱۵
Background image

پکتیا کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليگ سيالۍ پيل شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار ورزشي سټډیوم کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليگ سيالۍ پيل شوې.

. . .
جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۲۱:۱۳
Background image

خوست؛ په مرکز متون کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ او د خوست ولايت د محبس د مسؤولینو په همغږۍ د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې. . .

BACK TO NEWS