LatestShow all
کابل کې د نښې ویشتلو انتخابي سیالیو درېیم پړاو پیل شو
د نښان ویشلو منتخبه سیالۍ نن د کابل د قرغې بند د ګلف په ډګر کې د ۶ ټیمونو د ۲۰ تنو ورزشکارانو په ګډون پیل شوې.
د نښان ویشلو د ملي فدراسیون د رئیس لعل محمد سیار په وینا، په دغو سیالیو. . .
د هرات وزن پورته کولو لوبډله کندهار ته لاړه
د هرات د وزن پورته کولو فدراسیون شپږ کسیزه لوبډله نن د وزن پورته کولو په سیالیو کې د ګډون په موخه کندهار ولایت ته ولاړه.
ټاکل شوې دغه سيالۍ د کب په ١٤مه د کندهار په کوربتوب د کابل،. . .
هرات کې د لامبووهنې لوبې وشوې
په هرات ولایت کې د لامبووهنې فدراسیون له خوا د یووالي په نوم د لامبووهنې لوبې جوړې شوې وې.
په دغو لوبو کې په څلورو عمرونو کې د څلوېښتو وزشکارانو تر منځ لوبې وشوې، چې د لوبو په پای کې د. . .
کندهار کې د فوټبال اتلانو لیګ پیل شو
تېره ورځ چهار شنبه په کندهار احمدشاهي لوبغالي کې د افغانستان اتلانو د فوټبال لیګ څلورم او وروستۍ پړاو په رسمي توګه د خاصو مراسیمو په ترڅ کي پيل شو.
د اتلانو د لیګ په مراسمو کې د. . .
بلخ ته د المپیک ملي کمېټې او ورزش ریاست د پلاوي سفر
د بدني روزنې او ورزش ریاست یو پلاوي بلخ ولایت ته ورسېد، چې هلته به څو ورځې تېرې کړي.
په دغه پلاوي کې د المپیک ملي کمېټې اجرایه رییس دادمحمد پاینده اختري، د سلاکار بورډ رییس محمدګل. . .
نن د کابل تکواندو د منتخبه سیالیو لسم پړاو ترسره شو.
په دغو سیالیو کې د کابل ښار له ۳۰ کلبونو څه باندې ۱۰۰ تنه ورزشکاران د تنکي ځوانانو د عمر په کتګورۍ کې برخه اخلي.
د تکواندو فدراسیون مسوولین وايي، دغه سیالۍ چې څلور ورځې به دوام وکړي،. . .
له ورزشکارانو سره د مرستو وېش دویم پړاو
« له افغان ماشومانو سره د المان مرستې» موسسې له خوا د المپیک ملي کمېټې او رزش ریاست اړوند د پارا المپیک او کڼو فدراسیون ورزشکارانو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
په همدې موخه نن د هاکي. . .
د افغانستان د وزلوبو ملي سیالۍ بل پړاو ته لاړې
د وزلوبې ملي سیالیو کې تېره ورځ هم دوه لوبو وشوې، چې په لومړۍ لوبه کې پنجشېر لوبډلې بامیان ته څلور د یو په وړاندې ماتې ورکړه.
په دویمه لوبه کې بلخ لوبډله وتوانېده، چې څلور پر صفر. . .
دایکندي ولایت کې قوتالرمي او شخصی دفاع لوبو دویم پړاو
د دایکندي ولایت په میرامور ولسوالۍ کې د قوتالرمي او شخصي دفاع لوبې وشوې، چې ګڼو ورزشکارانو پکې ګډون کړی و.
دغه لوبې تېره ورځ د یاد فدراسیون له خوا په میرامور ولسوالۍ کې وشولې.
په. . .
