LatestShow all
هلمند؛ په مرکز لښکرګاه د «ځوانانو یوځای کېدو» په نوم د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار په محمدایوب خان کرکټ لوبغالي کې د «د ځوانانو یو ځای کېدو» په نوم د مرکز او ولسوالیو ۳۲لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.
په دغو ۱۲ اوریزو سیالیو. . .
کندهار؛ ستاره ګان لوبډلې د اشرف البلاد جام سیالیو اتلولي وګټله
د کندهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ریاست په ورزشي جمنازیوم کې د اشرف البلاد په نوم د فوټسال سیالیو اتلولي چې ۳۲ لوبډلو پکې ګډون کړی و، ستاره ګان لوبډلې خپله کړه.
د. . .
کندز؛ په ګلتېپه ولسوالۍ کې د ۶۰ جوړو پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست، کورش فدراسیون او ګلتېپې ولسوالۍ د ورزشي کمېټې له لوري د ګلتېپې ولسوالۍ په لرخابیو بازار کې د یاد ولایت په کچه د ۱۲۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې. . .
په ننګرهار کې د لسو الف لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او فوټبال فدراسیون له لوري د لسو الف لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې.
دغه سیالۍ چې موخه یې د یاد ولایت د فوټبال غوره لیګ سیالیو ته لار. . .
چالاک لوبډلې د پکتیکا مرکز ښرنې د ټېپ بال کرکټ سیالیو اتلولي وګټله
د پکتیکا ولایت د ورزش امریت، ټېپ بال کرکټ فدراسیون او کوټوالو کلي ځوانانو په ګډه همغږۍ په همدې کلي کې د «متحد افغانستان» په نوم د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د چالاک لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې.. . .
مسکین اباد کلب د لغمان ولایت د ټېپ بال ټورنمنټ اتلولي خپله کړه
د لغمان ولایت د ورزش امریت په لارښوونه د ټېپ بال فدراسیون له لوري د مسکین اباد کلي ځوانانو په مالي ملاتړ د دې ولایت منډوي کرکټ لوبغالي کې د مرکز او پنځو ولسواليو ۴۸لوبډلو ترمنځ د ټېپ. . .
هلمند؛ په ګرمسېر ولسوالۍ کې د والیبال ناک اوټ جام سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال ناک اوټ سیالۍ پیل شوې، چې په لومړنۍ لوبه کې شاهین لوبډلې عمرزیو لوبډلې ته ۳-۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه.
دغه سیالۍ چې. . .
خراسان لوبډلي د هلمند بهرامچې ولسوالۍ د فوټبال ګروپي سیالیو اتلولي وګټله
د هلمند ولایت په بهرامچې ولسوالۍ کې د فوټبال ګروپي سیالۍ، چې د وږي په ۱۶مه ڼېته د اتو لوبډلو ترمنځ پیل شوې د خراسان فوټبال لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه د خراسان او. . .
خوست؛ څلورمې حوزې د «زما ښار غوره جام» فوټبال سیالیو اتلولي وګټله
د خوست ولایت د ورزش امریت او فوټبال فدراسیون استازولۍ په ګډه همغږۍ د دې ولایت د ښاروالۍ په مالي ملاتړ د «زما ښار غوره جام» په نوم د اوو ناحیو د اوو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، د څلورمې. . .
