کندز؛ په قلعه زال ولسوالۍ کې د ۱۰۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۰:۳۸
کندز؛ په قلعه زال ولسوالۍ کې د ۱۰۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې،نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د قلعه زال ولسوالۍ په صالح اباد سیمې ورزشي لوبغالي کې د ۱۰۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې.

د دغو سياليو په پايله کې د ميدان حکم له لوري دوه اخرالاقه اعلان شول،چې لومړۍ اخرالاق د نورمحمد اندرابي پهلوان له لوري د ملک افغان په آس او دويم اخرالاق د سرور پهلوان له لوري د حاجي نورالله ناظري په آس تر حلالې دايرې ورساوه او سياليو ګټونکي شول.

د يادو سياليو موخه راتلونکو سياليو لپاره د چاپندازانو چمتو والی او د دې ولسوالۍ وګړو ته د يوې سالمې تفرېح برابرول وو،چې دوه ورځي يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۰:۴
Background image

ریاض؛ د ورزش ادارې رهبري د ایران د ورزش او ځوانانو له وزیر سره ولیدل

د هیواد د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق او د دې ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ د اسلامي هیوادونو د پیوستون سیالیو په څنډه کې د ایران د ورزش او ځوانانو له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۰:۲
Background image

د غزني مرکز ښار کې د نهو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ښار کې د نهو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۵۸
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله. . .

BACK TO NEWS