کاپیسا؛ مرکز محمود راقي ښار کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۴:۴۱
کاپیسا؛ مرکز محمود راقي ښار کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په مرکز محمود راقي ښار کې د مرکز او حصه اول ولسوالیو د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې له حصه اول ولسوالۍ مرید لومړی، له حصه اول ولسوالۍ محمد باعث دویم او له مرکز څخه کیهان درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه په کاپيسا ولایت کې د ځوانانو ترمنځ د سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۲۱:۱۸
Background image

میدان وردګ؛ د ا.ا.ا پنځمي کالیزي په وياړ د اتو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ وشوې

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ووشو ملي فدراسیون له لوري د ا.ا.ا پنځمي کالیزي په وياړ د اتو ولايتونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ وشوې.

په دغو سیالیو کې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۲۱:۱۵
Background image

پکتیا کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليگ سيالۍ پيل شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار ورزشي سټډیوم کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليگ سيالۍ پيل شوې.

. . .
جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۲۱:۱۳
Background image

خوست؛ په مرکز متون کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ او د خوست ولايت د محبس د مسؤولینو په همغږۍ د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې. . .

BACK TO NEWS