خوست؛ په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په نوي کوټ سیمه کې د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبه د زرګر پاچا او صدام ځدراڼ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه زرګر پاچا لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو لسو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته ۱۵۶ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې صدام ځدراڼ لوبډلې د ياد هدف په مقابل کې ۱۰۴ منډې جوړې کړې او په ۵۱ منډو يې ماتې وخوړه.