جوزجان کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو پومسه سبک لومړی پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د تکواندو ملي فدارسیون له لوري په یاد ولایت کې د ګنجینه باختر په نوم د هېواد له لسو ولایتونو د ۱۵ لوبډلو ( ۱۰۰ ) ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو پومسه سبک لومړی پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایله کې د کنړ ولایت د تکواندو لوبډلې د ۱۰ امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی، د پنجشېر ولایت لوبډلې د ۷ امتیازونو په ترلاسه کولو دویم او د بلخ ولایت د تکواندو لوبډلې د ۳ امتیازونو په ترلاسه کولو سره بیا درېیم مقام خپل کړ.
د یادونې وړ ده، چې دغو سیالیو کې د مبارزه سبک ورزشکارانو هم ګډون کړی وو، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د یادو سیالیو موخه د تکواندو ورزش ته وده ورکول و، د سیالیو په پای کې د پومسه سبک غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ هم ورکړل شوې
هدف از برگزاری این مسابقات رشد و توسعه ورزش تکواندو میان ورزشکاران ولایتهای کشور عنوان گردیده است، که در پایان برای ورزشکاران برتر سبک مبارزه تحایفی نیز اهداء گردید.