کندز؛ چهاردرې ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د چهاردرې ولسوالۍ په شېرزاد لوبغالي کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د شېرزاد ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه کې شېرزاد ځوانانو لوبډلې خپلې سيالې ځواک لوبډلې ته د ۲۵ پر ۱۵ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سيالۍ واليبال لوبې ته د ځوانانو هڅولو او په يادې ولسوالۍ کې ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
