هلمند؛ خانشين ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ او د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د خانشين اړوند مرکزي لوبغالي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د "صلح جام" په نوم د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو پيليزه لوبه د سپين غر او اتفاق لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه اتفاق لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې يې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۹۱ منډو هدف کېښود، په ځواب کې سپين غر لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۵۶ منډې وکړې او لوبه يې د ۳۵ منډو په توپير وبايلله.
دا سيالۍ د ځوانانو ترمنځ د يووالي په موخه ترسره کېږي، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
