کاپيسا کې د نوآباد ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ پيل شو
د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ او د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اړوند نوآباد سيمه کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د "نوآباد ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ" پيل شو.
د يادو سياليو پيليزه لوبه د کاپيسا سټارز او شينوارو اتلانو لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه کاپيسا سټارز لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه، شينوارو اتلانو لوبډلې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۲۰ منډو هدف کېښود، په ځواب کې کاپيسا سټارز لوبډلې ياد هدف د لوبې په ۱۰م اور کې ترلاسه کړ او سيالي يې د ۵ ویکټو په توپير وگټله.
دا سيالۍ د ځوانانو د سالم مصروفیت په موخه ترسره کېږي، چې شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.
