کابل کې د فوټبال نړيوال فدراسيون له لوري د لوبڅارنې روزنيز کورس پيل شو

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳۰
کابل کې د فوټبال نړيوال فدراسيون له لوري د لوبڅارنې روزنيز کورس پيل شو

کابل کې د فوټبال نړيوال فدراسيون ( فيفا ) له لوري د افغانستان فوټبال ملي فدراسیون سره په همغږۍ د هېواد له لسو زياتو ولايتونو څخه ۳۰ لوبڅارانو ته د لوبڅارنې( FIFA MA ) ۶ ورځنی روزنيز کورس پيل شو.

په دغه کورس کې به د فيفا د درېيو ماليزيايي مدرسینو له لوري د لوبڅارنې بېلابېل اصول او قوانين په نظري او عملي ډول تدريس شي.

ياد کورس د فوټبال ملي فدراسیون د رهبرۍ، مسؤلينو او لوبڅارانو په ګډون د هېواد د لوبڅارانو د ظرفيت لوړونې په موخه پيل شو، چې شپږ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۱۴
Background image

کونړ؛ سرکاڼو ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د سرکاڼو ولسوالۍ په پشد سيمه کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ چې شاوخوا يوه نيمه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۱۱
Background image

ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د کیوکوشین کراټې ۱۳ ورزشکارانو ته د ارتقأ کمربندونه ورکړل شول

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کراټې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د کیوکوشین کراټې ۱۳ تنو ته د ارتقأ کمربندونه ورکړل شول.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۴:۳۴
Background image

د هرات په کوربتوب د شپږو ولایتونو ترمنځ د فول رزم اتلولۍ سیالۍ وشوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فول رزم ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د غزني، زابل، کندهار، فراه، بادغیس او هرات ولایتونو د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د فول. . .

BACK TO NEWS