غور کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د غوره ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په تیوره ولسوالۍ کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د اتحاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې اتحاد لوبډلې خپلې سیالې خراسان لوبلې ته د ۳/۲ میدانونو په توپير ماتې روکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والیبال لوبو ته وده ورکول و، د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډآلۍ ورکړل شوې.
