غزني؛ جغتو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جغتو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د حيدرا سراب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې حيدرا سراب لوبډلې خپلې سیالې شاهين سراب لوبډلې ته د ۲/۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د ځوانانو او د لوبغاړو ترمنځ يووالی رامنځته کول او له نشه يي توکو څخه يې لېري والی و، د سياليو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
