په هرات کې د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ټورنمنټ د انځور په ژبه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۳
په هرات کې د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ټورنمنټ د انځور په ژبه

دغه سيالۍ د هرات ولايت په کوربتوب په دوو سبکونو (يورغه او سرعتي) کې، يورغه په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره او سرعتي په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره واټن کې دوام لري.

تمه ده چې د دغو سياليو په‌ پايله کې به له ۱۳ ولايتونو ۱۴ لوبډلو څخه چې ټول ټال ۷۲ اس ځغلونکي او ۷۲ اسونه کېږي، په دواړو سبکونو کې ۱۶ اسونه‌ او ۱۶ اس ځغلونکي د هيواد په کچه د ملي لوبډلې لپاره وټاکل شي.

د يادونې وړ ده چې د دغو سياليو په درېيمه ورځ په يورغه سبک کې د څلور جوړو اسونو او اس ځغلونکو ترمنځ سيالۍ وشوې، او همدارنګه په سرعتي سبک کې د درېيو ګروپو اس ځغلونکو ترمنځ سيالۍ وشوې، چې په پايله کې په سرعتي سبک کې اتو اس ځغلونکو او اسونو بل پړاو ته لار ومونده او په يورغه سبک کې څلورو اس ځغلونکو بل پړاو ته لار ومونده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۴:۵۵
Background image

تخار کې د فوټبال حذفي جام سيالۍ د وحدت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په رستاق ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال حذفي جام سيالۍ د وحدت لوبډلې په اتلولۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

غور؛ مرکز فيروز کوه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د بسکټبال سيالۍ پيل شوې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د بسکټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروز کوه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د بسکټبال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۴:۵۲
Background image

ميدان وردگ؛ بهسودو اولې حصې ولسوالۍ کې د فوټبال دويم پړاو سيالۍ پيل شوې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بهسودو اولې حصې ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د استقلال جام په نوم د فوټبال. . .

BACK TO NEWS