د فارياب پهلوانان د بزکشي غوره ليګ لپاره چمتووالی نيسي.
د سیالیو دغه پړاو د فاریاب ولایت د مرکز او ولسوالیو د چاپ اندازانو ترمنځ د حاجي عیدي محمد بای کوهي په قضاوت ترسره شو چې د پهلوان ګل محمد په بریا پای ته ورسید.
د دغه ولايت د ورزشي مسوولينو د معلوماتو له مخې، دغه لوبې په اوونۍ کې يو ځل د بزکشي غوره ليګ سيالي چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې په کابل کې ترسره شي د چاپ اندازانو د چمتوالی په موخه ترسره کېږي.
