هلمند؛ باباجي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په باباجي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د همت اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې همت اتلانو لوبډلې له خپل ۱۷۳ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۳۲ منډو په توپیر یې خپلې سیالې بارکزي اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره دسالمې بوختیا برابرولو په موخه ترسره شوې، چې ۱۵ ورځې یې دوام وکړ.
