ميدان وردگ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال لومړی پړاو سيالۍ پای ته ورسېدې
د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې د همدرد خصوصي ښوونځي د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال لومړی پړاو سيالۍ د همدرد ميدان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې همدرد ميدان لوبډلې خپلې سيالې همدرد زمریانو لوبډلې ته د ۱-۰ گول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سيالۍ د زده کوونکو ترمنځ د يووالي او د سالمې تفريح برابرولو په موخه وشوې، چې يوه اوونۍ يې دوام وکړ.
