کندز؛ د کورش منتخبه سیالۍ وشوې
د هېواد د کورش فدراسیون د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ په یاد ولایت کې د کورش منتخبه سیالۍ ترسره کړې.
د کندز د ورزشي مسوولینو د معلوماتو له مخې، په دې سیالیو کې ۶۰ لوبغاړو د لویانو په کټګورۍ کې او له ٥٥ څخه تر ١٠٠+ کيلو ګرامو وزنونو کې برخه اخيستې وه.
د یادلو وړ ده چې دا لوبې د عمري قول اردو په قوماندانۍ کې ترسره شوې.
د دغو سیالیو موخه د کندز ولایت د کورش لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل ښودل شوي.
