بلخ کې معلولینو تر منځ د ځغاستې لوبې وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له خوا د دغه ولایت د معلولو ورزشکارانو تر منځ د ځغاستې لوبې برابرې کړې وې.
د دغو لوبو مالي ملاتړ د یاران ټولنیزې او ښوونیزې موسسې له خوا شوی و، چې ټولو شل تنو ورزشکارانو پکې برخه اخیستې وه.
په یادو لوبو کې یو کیلومتر فاصله د لوبو د میدان په توګه ټاکل شوې وه، چې د ورزشکارانو له ډلې اسدالله عبدالرحیمزي لومړی، حشمت الله فیضي دویم او عبدالمتین درېیم مقامونه خپل کړل.
د بلخ د بدني روزنې امر وایي؛ دا لوبې د دې ښکارندویي کوي چې د معلولو ورزشکارانو ملاتړ شته دی او هر څوک چې د دوی ملاتړ کوي، موږ یې منندوی یو.
په پای کې د یاران ټولنیزې او ښوونیزې موسسې له خوا لومړیو درې ورزشکارانو ته نغدي ډالۍ، ستاینلیکونه، مډالونه او کپونه ورکړل شول.
