زابل کې د ۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو سيالۍ وشوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د رزمي ورزشونو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو ۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو متحد سبک سيالۍ وشوې.
په يادو سياليو کې عبدالحليم او استاد مصطفی کلبونو څخه ورزشکارانو د نويو ځوانانو او ځوانانو په عمري کټگوریو کې برخه اخيستې وه، چې په پايله کې د عبدالحليم کلب د زياتو برياوو سره لومړی مقام خپل کړ.
