نن د کابل تکواندو د منتخبه سیالیو لسم پړاو ترسره شو.

Afzal-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۱ - ۱۳:۱۱
نن د کابل تکواندو د منتخبه سیالیو لسم پړاو ترسره شو.

په دغو سیالیو کې د کابل ښار له ۳۰ کلبونو څه باندې ۱۰۰ تنه ورزشکاران د تنکي ځوانانو د عمر په کتګورۍ کې برخه اخلي.

د تکواندو فدراسیون مسوولین وايي، دغه سیالۍ چې څلور ورځې به دوام وکړي، په لسو وزنونو کې د ورزشکارانو د مهارتونو د لوړولو او د کابل لوبډلې ته د غوره څېرو د ټاکلو په هدف ترسره شوې.

د المپيک ملي کمېټې او ورزش رییس انجنير نظرمحمد مطمین د دغو سياليو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او د تکواندو فدراسيون له مسوولينو څخه يې د دې سياليو د پيلولو له امله مننه وکړه او زياته يې کړه: تکواندو په هېواد کې يو له هغو لوبو څخه ده چې ډېر وياړونه لري د بدني وزنې او ورزش عمومي ریاست به د تکواندو ورزشکارانو ته د موجودو اسانتیاوې برابرولو زمینه برابره کړي.

ښاغلي مطمین ورزشکارانو ته په اشارې سره وویل چې تاسو د هېواد راتلونکی یاست او زیاته یې کړه: ورزش یوازې د خپل ځان د دفاع لپاره مه کوئ، بلکې د روغتیا او عزت لپاره هم ورزش وکړئ، تاسو زمونږ د سولې، ارامۍ، سوکالۍ، امنیت په نړیوالو لوبو کې زموږ د ملي یووالي سمبول یاست.

د ورزشکارانو د دغه پړاو د سیالیو له ترسره کیدو خوښي وښوده او په راتلونکي کې هم د دا ډول سیالیو د دوام غوښتونکي شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۵
Background image

زابل، شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې پاک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۲
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عزیزي اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۴:۳۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال B گروپ سيالۍ چې دوې مياشتې مخکې پيل. . .

BACK TO NEWS