کندهار؛ د ورزش رئیس ښاغلي مطمئن له شېخ زاید دارلایتام څخه لیدنه وکړه

Afzal-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۷ - ۹:۲۸
کندهار؛ د ورزش رئیس ښاغلي مطمئن له شېخ زاید دارلایتام څخه لیدنه وکړه

د المپيیک ملي کمېټې او ورزش رئيس کندهار ولایت کې د شېخ زاید دارلایتام څخه لیدنه وکړه او هلته يې له نږدې څخه د دې روزنتون د لوبغاړو ترمنځ د فوټبال، رسۍکشۍ، منډې او کرکټ لوبو ننداره هم وکړه.

ښاغلي مطمئن د یاد دارلایتام څخه د لیدنې تر څنګ د هلته د کرکټ، فوټبال د پای لوبو او همدارنګه د رسۍ کشۍ لوبې څخه لیدنه وکړه او د دې دارلایتام ورزشکاران يې وستایل.

د المپیک ملي کمېټې او ورزش رئيس د شېخ زاید دارلایتام زده کوونکي ورزش ته وهڅول او هغوی ته يې د ممکنه همکارۍ ډاډ ورکړ.

شېخ زاید دارلایتام د لوی کندهار په کچه هغه لوی روزنیز مرکز دی چې شاوخوا ۱۱سوه یتمان په کې تر دولسم ټولګي پورې زده کړې کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۲:۴۲
Background image

زابل؛ شینکۍ ولسوالۍ کې د ٥٠ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په شینکۍ ولسوالۍ کې د ٥٠ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو پایله کې شینکۍ لوبډلې لومړی او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۲:۴۰
Background image

هلمند؛ نهر سراج ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آنریتدله لوري د ياد ولايت په نهر سراج ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د آريانا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۲:۳۸
Background image

ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د اتو ولایتونو ترمنځ د سو کیوکوشین کراټې سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې له اتو ولایتونو د ١٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د سو کیوکوشین کراټې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د ننګرهار،. . .

BACK TO NEWS