د هرات ښاروالۍ بیارغونې جام پای ته ورسېد
د بیارغونې په نوم د هرات ولایت د ښاروالۍ فوتسال جام د هرات والي احمد اسلام جار، د بدني روزنې او ورزش رئیس ګلاب الدین خپلواک، مولوي حیات الله مهاجر فراهي ښاروال او د مسلکي او نظامي مسؤلینو په حضور کې د میرویس صادق په جمنازیون کې تر سره شو.
دغه جام د غبرګولي په ۹نېټه پرانستل شوی و چې د ښاروالۍ له کارکوونکو څخه جوړ شویو ۱۳لوبډلې د یوبل پر وړاندې ولوبېدلې.
د دغو سیالیو په وروستي پړاو کې څلور لوبډلې سره مخ شوې چې په پایله کې د تخنیکي او مسلکي ریاست لوبډله د ادارې چارو د محاسبې او عوایدو ریاست پر وړاندې د ۱۰-۲سره لومړی ځای خپل کړ.
د هرات والي احمد اسلام جار د ښاروالۍ ادارې او بدنې روزنې او ورزش مسؤلینو څخه په بریالیتوب سره د دغو سیالیو ترسره کېدو څخه په مننې سره له ورزش څخه د ملاتړ او سیمه ییزو مسؤلینو له لورې د اسلامي موازینو لارښوونې په اړه هم خبرې وکړې.
په همدې حال کې د هرات ښاروال ښاغلي مهاجر فراهي د دې ادارې له لورې د بیارغونې جام له ورزش څخه ملاتړ او بیارغونه یاد کړه او ژمنه یې وکړه چې د ورزشي لوبو ترسراوي او ورزشکارانو لپاره به لا ډېري اسانتیاوي برابرې او ملاټړ وکړي.
په ورته وخت کې د هرات ولایت بدني روزنې او ورزش رئیس مولوي ګلاب الدین خپلواک د دې جام ترسره کېدو موخه د ښاروالۍ ادارې منتخبې لوبډلې غوراوی بللی او زیاته یې کړه؛ ډېر ژر به د دې ادارې په مرسته د سیمه ییزو دولتې ادارو د فوتسال جام سیالۍ ترسره کړي.
د یادولو ده چې د ښاروالۍ ادارې بیارغونې فوتسال جام د ریاستونو، داخلي اوناحیو امریتونو او اړوندو بخشونو ۱۳لوبډولو تر منځ د دې ادارې د منتخبې لوبډلې جوړولو په موخه ترسره شو چې تېره ورځ پای ته ورسېد.
د دغو سیالیو په پای کې مقام ګټونکې لوبډلي د کپ او مډال په ورکولو سره وستایل شوې.
