د المپیک ملي کميټې او ورزش د رهبري پلاوي د اسلامي هېوادونو لوبو کې د ګډون په موخه ترکیې ته سفر وکړ.

د دې پلاوي په تشکيل کې د المپیک ملي کمیټې او ورزش رئیس انجینر نظرمحمد مطمئن، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپیک ملي کمیټې اجرائیه رئیس داد محمد پاينده اختري او د فدراسيونونو امر محمداعظم کوهي شامل دي.
ټاکل شوې د ترکیې په کوربتوب د دې هېواد په قونيه ښار کې د اسلامي هېوادونو پنځم پړاو سيالۍ به د اګسټ له ٩نېټې څخه تر ١٨نېټې پوري دوام وکړي.
دا لوبې په داسې حال کې ترسره کېږي چې له افغانستان څخه په دغو لوبو کې د لامبو وهلو، ځغاستي، معلولينو، تکواندو، کراټې او پهلواني ٢٢ورزشکاران پکې ګډون وکړى.
د يادولو ده چې د المپيک ملي کمیټې او ورزش ادارې ټول هغه لوبغاړې چې ټاکل شوې وه په دغو لوبو کې ګډون وکړي ١٥ ورځې وړاندې قرنطين کړل تر څو دغو سياليو ته پوره چمتووالى ونيسي.