پکتيا ولايت کې د ۷۲ پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۱ - ۱۰:۵۸
پکتيا ولايت کې د ۷۲ پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او سپورټ ریاست له لوري د ۷۲ پهلوانانو ترمنځ د دودیزې ( محلي) غيږنېونې يو ورځنۍ سيالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د افغانستان دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو او دې برخې ته د ځوانانو هڅولو په موخه بېلا بېلو وزنونو او درې سني ( تنکيو ځوانانو، ځوانانو او لویانو) ډلبندیو کې د پکتيا ولايت په ورزشي اسټډیوم کې ترسره شوې.

په دې سیالیو کې د پکتیا د بدني روزنې او سپورټ ريیس قاري نورالرحمن " تسکين" ترڅنګ یو شمېر نورو ورزشي مسوولینو، ورزشکارانو او ګڼو مینوالو ګډون کړی وو.

د پيل په مراسمو کې تسکین له ګډونوالو او محلي ورزشکارنو سره ژمنه وکړه چې په یاده برخه کې هر ډول مرستې او همکارۍ ته چمتو دی، تر څو دا ورزش لا نوره وده هم وکړي.

په پای کې شپږ غوره پهلوانان د ریاست له لوري د اتلولۍ په حکمونو، کپونو او ورزشي لباسونو وستایل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۵
Background image

زابل، شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې پاک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۲
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عزیزي اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۴:۳۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال B گروپ سيالۍ چې دوې مياشتې مخکې پيل. . .

BACK TO NEWS