کاپیسا؛ پیروزي نجراب لوبډلې د نجراب اتحاد فوټبال جام سیالیو اتلولي خپله کړه
د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او سپورټ امریت او فوټبال فدراسیون له لوري په نجراب ولسوالۍ کې د نجراب اتحاد جام فوټبال سیالۍ، چې یوه میاشت وړاندې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ پیل شوې، د نجراب پیروزي لوبډلې په لومړي مقام ګټلو سره پای ته ورسیدې.
د دې سياليو پايلوبه د پیروزي نجراب او استقلال نجراب د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د ۴-۳ په توپير د پيروزي نجراب لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
د کاپيسا ولايت د ورزش مسؤولينو په خبره دغه سيالۍ د فوټبال د ودې او پراختیا په موخه پیل شوې وې او په پای کې يې برخوالو ورزشکارانو ته کپونه او ډالۍ ورکړل شوې.
