د افغانستان د بدن ښکلا ملي لوبډله د جنوبي اسيا بدن ښکلا او فټنس په ۱۳ پړاو سياليو کې د ګډون په موخه مالديف ته ورسېده

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۴ - ۱۰:۱۷
د افغانستان د بدن ښکلا ملي لوبډله د جنوبي اسيا بدن ښکلا او فټنس په ۱۳ پړاو سياليو کې د ګډون په موخه مالديف ته ورسېده

د افغانســــــــتان د بدن ښکلا او فټنس ملي لوبډلې وړمه ورځ د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس له الحاج مولوي عبدالودود حقاني سره تر لیدنې وروسته د جنوبي اسيا بدن ښکلا او فټنس ديارلسم پړاو سياليو کې د ګډون او لوبېدو په موخه مالديف ته سفر وکړ.

د جنوبي اسيا دغه سيالۍ چې د مالديف هېواد په مالي ښار کې ترسره کيږي د روانې جولاى مياشتې په څلورمه نېټه پيل او د یادې میاشتې تر يوولسمې نېټې به دوام وکړي.

له افغانستان څخه په دغو سياليو کې شپږ لوبغاړي، يو حکم، يو روزونکي، يو د لوبډلې مشر او يو هم د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست پلاوى ګډون لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۵
Background image

زابل، شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې پاک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۲
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عزیزي اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۴:۳۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال B گروپ سيالۍ چې دوې مياشتې مخکې پيل. . .

BACK TO NEWS