ننګرهار؛ په چپرهار ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ د ماڼو لوبډلې په بریا پاى ته ورسېدې
د ننګرهار ولايت د ورزش ریاست له لوري په چپرهار ولسوالۍ کې چې د دې ولسوالۍ د کليو د ١٦ لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې د ماڼو لوبډلې په اتلولۍ سره پاى ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبه د ماڼو او ګلشن اباد لوبډلو ترمنځ وشوه، چې د ماڼو لوبډلې د ٣-٠ ميدانونو په ګټلو سره خپل سيال ته ماتې ورکړه او د دې سياليو اتلولي يې خپله کړه.
يادو سياليو شپږ ورځې دوام وکړ.
