ارزګان؛ په دهراود ولسوالۍ کې د "يووالي او اتحاد" په نوم د واليبال ټورنمنټ پيل شو

د ارزګان ولايت د ورزش امريت په همغږۍ د واليبال فدراسيون له لوري په دهراود ولسوالۍ کې د "يووالي او اتحاد" په نوم د شپږ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو.
د دغه ټورنمنټ د پيل لوبه د مرکزي او بازار ټیمونو ترمنځ وشوه، چې مرکزي لوبډلې د ٣-٠ ميدانونو په توپیر خپل سيال ته ماتې ورکړه.
د ياد ټورنمنټ موخه د ورزشکارانو ترمنځ يووالى او اتحاد دى.