پکتیکا کې د فوټبال چلینج کپ سیالۍ د پکتیا زرمت لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او فوټبال فدراسیون له لوري د نوموړي ولایت د مرکز، ولسوالیو او پکتیا زرمت لوبډلې په ګډون د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د زرمت لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
دغو سیالیو ۱۲ ورځې دوام وکړ، پایلوبې ته یې د پکتیا زرمت او ښرنې سرې کلا لوبډلو لار موندلې وه، چې په پایله کې زرمت لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۴-۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
هېره دې نه وي چې د دغو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول وو او همدارنګه د یادو سیالیو په پای کې غوره لوبډلو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.