د المپیک ملي کميټې او سپورت عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالودود حقاني د افغانستان لپاره د سر صلیب نړیوالې کمېټې له رئیس سره وکتل

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۸ - ۹:۸
د المپیک ملي کميټې او سپورت عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالودود حقاني د افغانستان لپاره د سر صلیب نړیوالې کمېټې له رئیس سره وکتل

د هېواد د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالودود حقاني د افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې له رئیس البیرټ کایو سره نن په پلازمېنه کابل کې وکتل.

ښاغلي حقاني له معلولو افغانانو او په ځانګړې توګه له ویلچر باسکېټبال ورزشکارانو سره د افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې مرستې او همکارۍ د ستاینې او درناوي وړ وبللې او له هغوی څخه یې مننه وکړه.

د افغانستان لپاره د نړیوال سره صلیب رئیس البیرټو کایو د ویلچر باسکېټبال له معلولو ورزشکارانو سره د هر راز مرستې ژمنه وکړه او د هغه په ټکو، له څو لسیزو یې له دوی سره په افغانستان کې کار کړی.

د سره صلیب نړیواله کمېټه د افغانستان د ویلچر باسکېټبال د ملي لوبډلې مالي او لوژستیکي ملاتړ کوي او په نړیوالو سیالیو کې یې د لوبېدو امکانات برابروي.

په تېره می میاشت کې د ویلچر باسکېټبال ملي لوبډلې په ټایلنډ کې اسیایي سیالیو ته د لار موندنې په سیالیو کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي او لوژستيکي مرسته ګډون وکړ او په پایله کې یې دویم مقام ترلاسه کړ.

په پای کې المپیک ملي کمیټې او سپورت رئیس الحاج عبدالودود حقاني د افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې رئیس ښاغلي البېرټ کایو ته یوه افغاني اوبدل شوې غالۍ ډالۍ کړه او د ښاغلي البېرټ کایو په غوښنه یې د سرې میاشتې له دفترونو او کار ځایونو څخه لیدنه وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۵
Background image

زابل، شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې پاک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۲
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عزیزي اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۴:۳۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال B گروپ سيالۍ چې دوې مياشتې مخکې پيل. . .

BACK TO NEWS