پکتیکا؛ په برمل ولسوالۍ کې د یووالي په نوم د ټیپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ د ښوونځیو د شاګرادانو د ټولنې له لوري د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د دې سیالیو د پیل لوبه د ډینجر او نورالله لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې ډینجر لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او په ۸ اورنو کې یې ۶۶ منډې جوړې کړې.
نور الله لوبډلی یاد هدف ترلاسه نه کړ او ټول لوبډله یی په شپږم اور کې په ۴۹ منډو وسوځیدله.
د یادو سیالیو هدف د ځوانانو ترمنځ یووالي رامنځ ته کول دي او تر راتلونکې یوې میاشتې به دوام ولري.