په کابل کې د جوجوتیسو ملي لوبډلې د غوراوي سیالۍ پيل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۷ - ۱۳:۵۷
په کابل کې د جوجوتیسو ملي لوبډلې د غوراوي سیالۍ پيل شوې

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند جوجوتیسو ملي فدراسیون له لوري د کابل، هرات، فاریاب، بادغیس، بلخ، بامیان، دایکندي، میدان وردګ، پکتیا، غزني او خوست ولایتونو د ۲۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د جوجوتیسو د ملي لوبډلې د غوراوي سیالۍ پيل شوې.

دغه سیالۍ د دوو کټګوریو ځوانانو او لویانو په مختلفو وزنونو کې ترسره کېږي، چې په پایله کې به د هیواد په کچه د نړیوالیو سیالیو لپاره د غوره ورزشکارانو ۳۰ کسیزه لوبډله و ټاکل شي.

د یادونې وړ ده چې یادې سیالۍ په نیوازا، فول کانټک او نوکي سبکونو ترسره کېږي او پنځه ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۵
Background image

زابل، شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې پاک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۲
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عزیزي اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۴:۳۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال B گروپ سيالۍ چې دوې مياشتې مخکې پيل. . .

BACK TO NEWS